کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د پخواني لومړي وزير او د دغه هېواد د ستر سیاسي ګوند “تحریک انصاف” د مشر عمران خان خور “عظمٰی خان” ویلي، چې ورور یې روغ رمټ دی، خو پر روانو حالاتو سخت غصه دی.
نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته کړي، چې پرون یې په زندان کې له عمران خان سره لیدنه وکړه. د هغې په وینا، عمران خان فزیکي روغتیا ښه ده؛ خو له سیاسي نابرابرۍ، پوځي مداخلې او ناعادلانه چلند سره ژور اختلاف لري.
عظمٰی خان وايي، عمران خان عدالت غواړي او باور لري، چې پر ده لګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري.
بل لور ته په زندان کې بندي عمران خان یو ځل بیا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر «رواني ناروغ» بللی او ویلي یې دي، چې هېواد د داسې اشخاصو تر ولکې لاندې دی، چې نه سیاسي تدبیر لري او نه د ملي ګټو درک کولی شي.
عمران خان د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنی دریځ هم غندلی او ویلي یې دي، چې د پاکستان نیمهپوځي رژیم هڅه کوي د افغان حکومت بدنام کړي او د نړیوالو په وړاندې یې منفي انځور وړاندې کړي.
عمران خان ټینګار کړی، چې د افغانستان سره سوله ییزې اړېکې باید د پاکستان د ستراتیژۍ برخه وي، نه دښمني.


















