اوزبکستان له څلورو کلونو وروسته د ترمز–حیرتان لاره بېرته پرانیستله

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

اوزبکستان د نږدې څلورو کلونو تر بندیز وروسته د ترمز–حیرتان مهمه لاره یو ځل بیا د مسافرو او موټرو پر مخ پرانیستله.

د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت خونې په وینا، له دې وروسته به د دواړو هېوادونو اتباع د ویزې په لرلو له دې لارې عادي تګ‌راتګ کولای شي.

اوزبیکستاني چارواکي وایي چې د سرحد بېرته پرانیستل نه یوازې د خلکو تګ‌راتګ اسانه کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته به نوی حرکت هم ورکړي.

د دوی په وینا، تمه ده چې د افغانستان پر لور د اوزبکستان صادرات په راتلونکو کلونو کې نور هم پراخ شي او ښايي د ۲۰۲۶م کال تر پایه ۲.۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د ترمز–حیرتان د لارې فعالېدل د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي، او تمه ده چې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button