مولانا فضل‌الرحمان: د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ناکامه ده باید بدله شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، چې جګړه د افغانستان- پاکستان ترمنځ د ستونزو حل نه دی او نه هم د پاکستان دننه د منلو وړ لاره ده، له همدې امله باید اسلام‌اباد خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د روانو حالاتو او د افغانستان سره د اړېکو په تړاو کړې او ټینګار یې کړی، چې اسلام‌اباد په تېرو ۷۸ کلونو کې له افغانستان سره ریښتینې دوستانه اړېکې نه دي ټینګې کړې.

مولانا فضل‌الرحمان زیاتوي، چې اوسنی وضعیت د سیمې د سولې لپاره د زړو، امنیت‌محوره او بې‌باورۍ پر بنسټ ولاړو تګلارو د ناکامۍ ثبوت دی، او تر څو چې دا لیدلوری بدل نه شي، نه به ستونزې ختمې شي او نه به ثبات راشي.

نوموړي ویلي: «تاسو یوازې جګړه پېژنئ؛ دا مسئله ستاسو په لاس نه حل کېږي، جګړه نه باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ وي، نه باید د پاکستان دننه د جګړې لپاره ځای پاتې شي.»

هغه پر دې هم ټینګار کړی، چې وخت رارسېدلی، چې پاکستان باید له جګړو او لاسوهنې د ډیپلوماسۍ، اعتماد جوړونې او ګډ ژوند پر لور حرکت وکړي.

د مولانا فضل‌الرحمان څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړېکې له کړکېچ سره مخ دي او د امنیتي ادارو چلند د مذهبي او سیاسي حلقو له انتقاد سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button