په بغلان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د صابون لومړۍ توليدي فابریکې فعاليت پيل کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د بغلان ځايي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په پلخمري ښار کې د صابون لومړۍ تولیدي فابریکې په رسمي ډول فعالیت پیل کړ زياتوي چې دا فابریکه د یو ملي سوداګر له لوري د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې او د ورځې شپږ ټنه د جامو مینځلو لوړ کیفیت صابون تولیدوي.

د فابریکې ګل محمد زمان وايي چې د تولیداتو له پیل سره به د بغلان اړتیاوې پوره او د شمالي ولایتونو شاوخوا ۸۰ سلنه بازارونو ته به هم صابون صادر شي.

چارواکي د برېښنا نشتوالی د فابریکې د فعالیت تر ټولو لویه ستونزه بولي او له حکومته د دوامدارې انرژۍ غوښتنه کوي.

د بغلان د برېښنا ریاست وايي چې فابریکې ته د باثباته برېښنا د برابرولو لپاره هڅې روانې دي، څو دا نوې فابریکه د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په لور دوامداره وده وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button