نږدې ۲۰۰ افغان بنديان د عراق او پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اوونۍ کې نږدې ۱۹۰ افغان کډوال چې په عراق او پاکستان کې بندیان وو، له بندخونو خوشي او افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، له دغې شمېرې ۱۷۱ تنه په پاکستان کې دوه میاشتې او ۱۹ تنه په عراق کې له شپږو تر نهو میاشتو پورې بندي تېر کړي وو.

مسوولین زیاتوي چې دغه کسان د سپین بولدک او نیمروز له لارې هېواد ته داخل شول او د کندهار او نیمروز د کډوالو ریاستونو د لېږد امریتونو له لوري ثبت او راجسټر شول. وزارت وايي، له ثبت وروسته دوی ته د اړوندو همکارو بنسټونو له لوري لومړنۍ مرستې هم ورکړل شوې.

د مهاجرینو وزارت وايي، له بندخونو د افغانانو د خوشي کولو لړۍ روانه ده او افغان حکومت هڅه کوي هغه افغانان چې په بهرنيو هېوادونو کې په بندي حالت کې دي، په تدریجي ډول ازاد او خپلو اصلي مېنو ته ورسول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button