رفح کې محاصره ماته؛ د حماس ځواکونو او صهیونیستي پوځ ترمنځ نښتو کې ګڼ اشغالګر وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي مقاومت ځواکونو په رفح ښار کې د صهیونیستي پوځ کلکه محاصره ماته کړې او د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې شوې دي، چې له امله یې ګڼ شمېر صهیونیستي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام ته ویلي، چې د مقاومت ځواکونه لا هم په رفح کې فعاله جګړه پر مخ وړي او صهیونیستي پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې حماس ځواکونو د صهیونیستي پوځ پرمختګ شنډ کړی او ګڼ پوځي وسایط یې هم ویجاړ کړي دي.

بدران وايي، د مقاومت عملیاتو کې ګڼ اشغالګر وژل شوي، خو دقیق شمېر به یې وروسته اعلان شي.

نوموړي دا هم وویل، چې د رفح جګړه د فلسطیني ملت د مبارزې یوه مهمه برخه ده او مقاومت به تر هغه ادامه لري، چې اشغال په بشپړه توګه پای ته و رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلي پوځ له تېرو څو اوونیو راهیسې هڅه کوله د رفح تونلونو کې د مقاومت ځواکونه ژوندي ونیسي؛ خو د حماس ځواکونو سخت مقاومت یې پرمختګ له خنډ سره مخ کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button