میرویس عزیزي: د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې په شپږ میاشتو کې عملي پيلېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي چې د افغانستان د برېښنا د لویو پروژو لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوژي برابر شوې ده.

هغه په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې شرکت یې په تېرو پنځو میاشتو کې د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت هغه وسایل چمتو کړي چې د لمر او ډبروسکرو له سرچینو د شاوخوا ۵ زره مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د عزیزي په وینا، د تخنیکي ټیمونو له لوري د بېلابېلو هېوادونو سروې ګانې بشپړې شوې او اوس شرکت چمتو دی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې عملي پړاو ته داخل کړي.

میرویس عزیزي وايي، د اوبو، باد او طبیعي ګازو له لارې د نورو تولیدي فابریکو د جوړولو پلان هم لري، چې ارزښت یې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېږي او عملي چارې به یې د راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button