اسد قیصر: د افغانستان او پاکستان کړکېچ د خیبر پښتونخوا اقتصاد سخت زیانمن کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس او د تحریک انصاف مخکښ غړي اسد قیصر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد ژور منفي اغېز کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې په یوه خبري ناسته کې کړې او ټینګار یې کړی چې دغه وضعیت د سیمې سوداګرۍ او اقتصادي حرکت ته درانه زیانونه رسولي دي.

قیصر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا د پښتونخوا د پانګونې کچه راټیټه کړې او ګڼ داخلي او بهرني پانګوال یې له پانګونې څخه شا ته کړي زياتوي په ځانګړي ډول صنعتي سکتور په دې کړکېچ کې زیات زیان لیدلی او د کار او تولید کچه په پراخه توګه کمه شوې ده.

نوموړي له اسلام‌اباده غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې د متقابل همکارۍ پر بنسټ جوړې کړي، څو د خیبر پښتونخوا اقتصادي وضعیت بېرته عادي شي او د سیمې خلک د روان کړکېچ تاوان ور نه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button