پوتین: د ټرمپ د پلان وړاندیزونه د روسیې لپاره د منلو نه دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هغه وړاندیزونه چې د امریکا استازي مسکو ته راوړل، د ټرمپ له لوري د الاسکا په لیدنه کې د شوي تفاهم پر بنسټ جوړ شوي وو، خو مسکو له ټولو بندونو سره موافق نه دی.
پوتین دغه څرګندونې د اوکراین د جګړې د حل په تړاو د امریکا وروستیو طرحو ته په غبرګون کې کړې دي.
پوتین ويلي چې د اوکراین د بحران حل یوه «سخته» موضوع ده او واشنګټن د ټرمپ د ۲۷ مادو پلان څلور جلا برخو ته وېشلی او وړاندیز یې کړی چې هره برخه په بیله توګه وڅېړل شي زياتوي په دې طرحو کې داسې ټکي شته چې روسیه یې د منلو اراده نه لري.
ولسمشر پوتین ټینګار کړی چې مسکو به په هر حالت کې د دونباس پر بشپړې سیمې خپل کنټرول ټینګوي، که د پوځي لارو وي او که د نورو سیاسي میکانیزمونو له لارې.



