کابل امنیه قومندانۍ وايي، پولیسو کابل کې د غلو پنځه کسیزه ډله نیولې 

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د ۱۳مې امنیتي حوزې پولیسو هغه پنځه کسیزه ډله نیولې چې له ښاريانو څخه یې موبایلونه غلا کول او بیا به یې په بازار کې پلورل.

پولیسو د دغې غلاکوونکې ډلې له نیول کېدو سره ۹ سيټه بېلابېل موبایلونه هم ترلاسه کړي دي.

د ۱۳مې حوزې د جنایي مدیریت مسوولین وايي، نیول شوي کسان پر خپلو غلاوو اعتراف لري او د دوی کړنې په ویډیويي ثبتونو او نورو شواهدو هم ثابتې شوې دي.

امنیه قوماندانۍ وايي چې د دغو کسانو دوسیې بشپړې شوې او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته د نورو اجراؤاتو لپاره وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button