د سوډان جګړه؛ د چټک ملاتړ ملېشو هوایي برید کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د چټک ملاتړ ملېشو له لوري ترسره شوي هوایي برید کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچینې وايي، برید د خرطوم ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په وینا، هوایي برید پر داسې مهال شوی، چې خلک د خوړو او اړینو توکو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو او د قربانیانو ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د سوډاني پوځ چارواکو دغه برید غندلی او هغه یې د ملکي وګړو پر وړاندې “جنګي جنایت” بللی دی.

د ملېشو اړوند سرچینو تر اوسه د برید په اړه رسمي تبصره نه ده کړې؛ خو د بشري حقونو ادارې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د جګړې پر مهال نړیوال بشري اصول رعایت کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button