بلخ مرکز کې د دوستمي ملېشو او د عطا نور د ټوپکمارو تر منځ سخته نښته روانه ده

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د نوروز پر شپه د بلخ ښار په څلور لاري کې د دوستم انځورونه څيري او لرې کړی شول، چې د دوستمي ملېشو غوسې یې را وپارولې، چې د دوستمي ملېشو او د عطا نور د ټوپکمارو تر منځ يې اړیکې نورې هم ترېنګلې کړې.
له بلخ ولایت څخه یوې خبري منبع ویلي دي، چې تېره شپه د بلخ مرکز اړوند زراعت سیمه کې د دوستمي ملېشو او د عطا نور د ټوپکمارو تر منځ سخته جګړه ونښته، چې اوس هم په شدت سره دوام لري.
باید ووایو، چې دوستم وړاندې هم په جوزجان کې له جمعیتي ملېشو سره جګړه کړې وه، چې دواړو لوریو درانده تلفات لیدلي وو.
د یادولو ده، دوستم د حکومت دننه په ګوندي جګړو لاس پورې کړی دی، چې د یو شمېر کارپوهانو له نظره ښایي په ملي یووالي حکومت کې ملک الطوایفي رامنځته شي، چې د دولت د سقوط لامل به وګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button