ټرمپ وایي، که ولسمشر شو، په اسرائیلو کې به د امریکې سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د جمهوري ګوند له لورې نوماند میلیاردر ډنالډ ټرمپ د ایپاک په کلني کنفرانس کې ویلي دي، که ولسمشر شو، په اسرائیلو کې به د امریکې سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.
دی چې د مسلمانانو ستر دښمن دی، په کنفرانس کې یې وویل، چې له ایران سره به اټومي هوکړه هم پای ته ورسوي، تر څو اسرائیل له کوم خطر سره مخ نه شي.
اسرائیل چې په فلسطین کې د مسلمانو ملکي خلکو په وژنه کې له څو کلونو راهیسې لاس لري.
دغه جنجالي نوماند ولسمشر وړاندې د خپل ګوند غړیو ته خبردارۍ ور کړی وو، که ولسمشر نه شو، په امریکا کې به ګډوډۍ را منځته کړي.
د یادولو ده، چې په جمهوري ګوند کې دننه له ټرمپ سره ګڼ شمېر غړي د یو شمېر کړنو پر سر مخالفت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button