اسلامي امارت: له پاکستان سره به سوداګریزې لارې یوازې د قوي تضمین په صورت کې بېرته پرانیستل شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ تړلې لارې د اسلاماباد له لوري په غیرقانوني ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه تړل شوې وې، چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې د لارې تړل د ولسونو د حقونو ښکاره نقض و.
ښاغلی فطرت زیاتوي چې افغانستان خپلې اړتیاوې له ګڼو نورو هېوادونو پوره کوي، نو له همدې امله اسلامي امارت پرېکړه کړې چې سوداګریزې لارې به هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي چې پاکستان واضح او قوي تضمین وړاندې کړي.
د هغه په وینا، دا تضمین باید د راتلونکو سیاسي فشارونو او غیرقانوني محدودیتونو مخه ونیسي.
اسلامي امارت وایي د دواړو هېوادونو د ولسونو هوسایي، عزتمند تجارت او د سوداګرو حقونو خوندي ساتل د هرې راتلونکې پرېکړې بنسټ دی، او تر هغې چې پاکستان د لارو د نهسوءاستفادې په اړه قاطع ډاډ ورنه کړي، لارې به تړلې پاتې وي.



