آریانا افغان هوايي شرکت: د نوې چارټر کارګو الوتکې د پېرلو تړون بشپړ او ژر به هېواد ته راورسېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
آریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی چې د یوې نوې چارټر کارګو الوتکې د پېرلو تړون یې بشپړ کړی او دا الوتکه به ډېر ژر هېواد ته ورسېږي.
د ياد شرکت رییس بختالرحمن شرافت وايي آریانا هڅه کوي چې د هېواد د صادراتي او سوداګریز بهیر د پیاوړتیا لپاره باوري، رقابتي او پر وخت هوايي خدمات وړاندې کړي.
هغه زیاتوي چې نوې کارګو الوتکه به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد چټکتیا، لګښت کمښت او د صادراتو په کچه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي.
آریانا باور لري چې د دې الوتکې په خدمتونو کې شاملېدو سره به ملي سوداګرو ته د هوایي ترانسپورټ په برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي او د هېواد اقتصادي فعالیتونه به لا پسې پیاوړي شي.



