پوتین: طالبان پر افغانستان بشپړ کنټرول لري؛ نړۍ باید واقعیت ومني

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د افغانستان د حالاتو د بدلېدو لپاره له طالبانو «اسلامي امارت » سره اړیکې ساتل ضروري دي، ځکه چې دغه هېواد دا مهال د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دی.

هغه د «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد نشي کولای د کابل له اوسني مشرتابه سره د اړیکو له لرلو پرته په افغانستان کې اغېز ولري.

پوتین زیاته کړه چې روسیه د همدې واقعیت پر اساس د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او له اوسني نظام سره اړیکې ساتي.

نوموړي د اسلامي امارت هغه ګامونه هم وستایل چې د نشه يي موادو د تولید د راکمولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې یې اخیستي، او ویې ویل چې د تریاکو تولید په څرګنده توګه کم شوی دی.

روسیه له هغو لږو هېوادونو څخه ده چې د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته یې په کابل کې سفارت نه دی تړلی او په ۲۰۲۲ کال کې یې له افغان حکومت سره اقتصادي تړون هم لاسلیک کړی.

سږکال مسکو طالبان د خپلې ترهګرۍ لست څخه هم وایستل، چې دا یې له اوسني حکومت سره د اړیکو د پراخېدو یوه بله څرګندپ نښه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button