نړیواله جزايي محکمه:نتانیاهو ښايي د غزې جګړې له امله په غیابي ډول محاکمه شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د نړیوالې جزايي محکمې مرستیال مشر ویلي، چې امکان لري د اسرائیلو لومړی وزیر “بنیامین نتانیاهو” د غزې په جګړه کې د ترسره شوو جنګي جرمونو له امله په غیابي ډول محاکمه شي.

نوموړي دغه څرګندونې له رسنیو سره په تازه مرکه کې کړي او ټینګار یې کړی، چې نړیواله جزايي محکمه د هر هغه کس پر وړاندې د اقدام حق لري، چې د جنګي جرمونو مرتکب شوی وي، که هغه هر څومره لوړ پوړی مقام ولري.

هغه همداراز ویلي، چې د روسیې د ولسمشر “ولادیمیر پوتین” پر ضد د اوکراین په جګړه کې د جنګي جرمونو د تورونو له امله د محاکمې احتمال هم نه شي رد کېدلی.

د نړیوالې جزايي محکمې چارواکي وایي، د اسنادو راټولولو بهیر روان دی او که لازم شواهد وړاندې شي، نو محکمې ته د تورنو کسانو د وړاندې کولو او حتّی د هغوی د غیابي محاکمې امکان شته.

مربوطه مطالب

Back to top button