غزني پولیسو له کابله تښتول شوی ماشوم ژغورلی او یو کس یې نیولی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د غزني امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز اړوند پښتون‌اباد سیمه کې يو درې کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د پوليسو په وینا ، ماشوم د کابل ښار د پل محمودخان له سیمې څخه تښتول شوی و او د غزني ښار په پښتون‌آباد سیمه کې ساتل کېده. تښتوونکو يې له کورنۍ څخه د خوشي کېدو په بدل کې پیسې غوښتې وې.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د کشفي راپورونو په اساس ماشوم وژغوره او په تړاو یې یو کس نیول شوی زياتوي چې نیول شوی کس د ماشوم له خپلوانو سره نږدې اړیکې لرلې او د کور د خاوند د نه‌شتون پر مهال یې ماشوم تښتولی و.

مربوطه مطالب

Back to top button