دوحه کې د نړیوال فورم پیل؛ د افغانستان پر وضعیت به ځانګړی بحث وشي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د «دوحې فورم» نړیواله ناسته پیلېږي، چې په ترڅ کې به د نړیوالو او سیمه‌ییزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان وضعیت هم تر بحث لاندې ونیول شي.

ټاکل شوې، چې د دې دوه‌ورځنۍ غونډې په دویمه ورځ د «سیمه‌ییز اتصال له لارې د افغانستان ښه‌والی» تر سرلیک لاندې ځانګړی بحث ترسره شي.

سرچینې وایي، چې د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی هم د یاد فورم د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی او تمه ده، چې د افغانستان د اوسني وضعیت، سیمه‌ییزو همکاریو او بشري حالاتو په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره د تعامل اړتیا ته اشاره کړې او ټینګار کوي، چې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو له لارې د افغانانو وضعیت ښه کېدلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button