هرات: په لومړي ځل ۵۰ ټنه مربا او ترشي امریکا ته صادر شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

په هرات کې یوه خصوصي تولیدي شرکت تازه په لومړي ځل ۵۰ ټنه مربا او ترشي امریکا ته صادر کړي دي. د شرکت مسوولینو ویلي، چې د صادراتو ټول خام توکي په هرات کې چمتو شوي او د یادې محمولې ارزښت شاوخوا ۳۰ زره ډالر دی.

د طنين غرايي شرکت چارواکو ټینګار کړی چې په راتلونکي کې به صادرات زیات کړي او ګڼو اروپایي هېوادونو ته به هم د هرات د تولیداتو صادرول پیل شي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرول او نړیوال بازار ته لاسرسی د سیمه‌ییزې ادارې لومړیتوبونه دي.

سږکال د هرات صادرات شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تیر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

چارواکي وایي، دا هڅې د هرات د کورنیو تولیداتو د ودې او نړیوال بازار ته د لاسرسي د پراختیا لپاره ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button