اسلامي هېوادونه: اسراییل دې غزه کې اوربند ته ژمن پاتې شي، فلسطینیان دې نه ایستل کېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په غزه کې له اوربند څخه د اسرائیلي رژیم د پرلهپسې سرغړونو په دوام، تازه اتو عربي او اسلامي هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې له لارې غزې ته د بشري مرستو پر رسېدو او د دایمي اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغو هېوادونو د فلسطینیانو د جبري ایستلو له پلان سره مخالفت څرګند کړی او د اسرائیلي چارواکو وروستۍ څرګندونې یې رد کړي دي.
اعلامیه کې راغلي، چې د اسرائیلي رژیم له لوري د غزې د جبري تخلیې هڅې د نړیوالو اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او باید نړیوال یې پر وړاندې جدي دریځ ونیسي.
په وروستیو کې یو شمېر اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دوی غواړي د رفح پوله یوازې مصر ته خلاصه وي، څو د فلسطینیانو د ایستلو لپاره زمینه برابره شي؛ خو عربي اسلامي هېوادونه دا دریځ ردوي او د فلسطینیانو پر ځای پاتې کېدو ټینګار کوي.



