د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پروان باریکاب ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړولو پروژه منظور شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

برېښنا شرکت وايي، چې اقتصادي کمېسیون د پروان ولایت په باریکاب صنعتي پارک کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن د جوړولو پروژه رسماً منظور کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دې برخې ټول لګښت نږدې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او تخنیکي اسناد یې لا له وړاندې ترتیب شوي وو.

په دغه سب‌سټېشن کې به د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په مجموعي ظرفیت دوه ټرانسفارمرونه (هر یو ۶۳ مېګاولټ امپیره)، ۱۲ خروجي فیډرونه او د لین بې تاسیسات جوړېږي. او دغه پروژه به د تړون له لاسلیک وروسته په ۱۸ کاري میاشتو کې بشپړه شي.

مسوولين وايي، د پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د باریکاب صنعتي پارک د برېښنا اړتیاوې پوره شي، بلکې ګڼو استوګنیزو کورونو، سوداګریزو مرکزونو او روغتیايي بنسټونو ته به هم با ثباته او دوامداره برېښنا ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button