د سوډان جګړه؛ په کلوقي ښار د ملېشو خونړی برید- د ۴۳ ماشومانو په ګډون ۷۹ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سوډان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د جنوبي کردفان ایالت د کلوقي ښار پر یوه وړکتون د غوڅ ملاتړ ملېشو له‌خوا ترسره شوي هوایي برید کې ۷۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د وژل شویو کسانو په ډله کې ۴۳ ماشومان هم شامل دي.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې ملېشو لومړی پر وړکتون ډرون برید کړی او له هغې وروسته یې هغه کسان هم هدف ګرځولي، چې د ټپیانو د ژغورنې لپاره ورغلي وو.

د سوډان حکومت دغه برید “وحشیانه جنایت” بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د ملکي خلکو د خوندي‌تابه لپاره دې پر دغو ملېشو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو جدي فشار راوړي.

یاده دې وي، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل له ۱۵مې نیټې راهیسې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده، چې تر اوسه پکې لسګونه زره کسان وژل شوي او ملیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button