هند: په شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله ۲۳ کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د هند پولیسو ویلي چې د هېواد د سوېل لوېدیځ په ګوا ایالت په یوه شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي. دا پېښه د اربورا سیمې په یو نایټ‌کلب کې د شنبې او یکشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې رامنځته شوې ده.

د “انډین اېکسپریس” د راپور له مخې، د اور لمبې په چټکۍ سره خپرې شوې او ګڼو کسانو ته یې د تېښتې فرصت نه دی ورکړی.

پولیس وایي چې د مړو د هویت معلومولو هڅې روانې دي او امکان لري د قربانیانو شمېر زیات شي.

لومړني معلومات ښيي چې اور ښايي د ګاز د ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوی وي، خو چارواکي وایي چې د پېښې دقیق لامل به د تخنیکي څېړنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.

مربوطه مطالب

Back to top button