احمد الشرع: ترهګر بايد د عمل له مخې تعريف شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، چې د دوی په ټولو جهادي عملیاتو کې هېڅکله ملکي وګړي نه دي په نښه شوي، او د حقیقي ترهګر پېژندنه باید د عمل له مخې وشي، نه د نوم له مخې.

نوموړي دا څرګندونې د یوې وینا پر مهال کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغانان او عراقیان اوس، له شل کلنو جګړو وروسته، پوه شوي چې ترهګر څوک دي.

هغه ویلي: «ترهګر هغه څوک دی چې پر ملکي خلکو بریدونه کوي، کورونه، روغتونونه، ښوونځي او جوماتونه نړوي؛ خو همدغه کسان بیا نورو ته ترهګر وایي.»

الشرع د خپلو خبرو اصلي تمرکز پر غزه کې د اسرایلو له لوري روان وحشت و، او ویې ویل، چې د اسرائیلي رژیم کړنې د ترهګرۍ تر ټولو ښکاره بڼه لري، ځکه هدف یې یوازې جنګي کسان نه، بلکې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د حقیقي ترهګر تعریف دې واضح کړي او د هغو کسانو ملاتړ دې بند کړي، چې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button