مسکو: د کیېف بریدونو ته په غبرګون کې د اوکراین ۱۵۲ نظامي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د کیف له‌ خوا د روسیې پر ملکي تاسیساتو د راکټي بریدونو په ځواب کې یې د کینژال پرمختللو توغندیو په وسیله د اوکراین پر پوځي او صنعتي مرکزونو پراخ بریدونه کړي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو بریدونو کې د وسلو زېرمتونونه، د انرژۍ زیربناوې او د بهرنیو جنګیالیو استوګنځي په ۱۵۲ بېلابېلو سیمو کې په نښه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت همداراز ادعا کړې، چې د دغه هېواد د هوايي دفاع ځواکونه توانېدلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه هیمارس توغندي او ۳۶۶ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي.

یاد بریدونه داسې مهال ترسره شوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او دواړه خواوې یو بل د ملکي اهدافو په نښه کولو تورنوي.

مربوطه مطالب

Back to top button