د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پرون د هېواد له پنځو سرحدي لارو څخه ټولټال ۵۸۱ کورنۍ او ۳۱۳۴ تنه افغان مهاجرین په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ (۲۱۸۳ تنه) راستنې شوې چې ورته د ثبت، بایومټریک، خوراکي موادو، اوبو او ۳۸۳ وړیا سیمکارتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي. همداراز یادې کمېټې د دغو کورنیو د نهه ولایتونو پر لور د خوندي لېږد لپاره ۱،۷۲۱،۰۰۰ افغانۍ د ټرانسپورټ په برخه کې لګولي دي.

د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ (۵۵۱ تنه) ثبت او لېږد شوي او د هغوی لپاره ۶۹۸،۹۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. په ورېښمو لار کې ۵۴ کورنۍ (۲۳۴ تنه) او ۸۲۳ انفرادي مسافر ثبت شوي، د اسلام‌کلا له لارې ۱۴ کورنۍ او د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ ثبت شوې چې اړو خلکو ته یې مالي مرستې هم برابرې شوې دي.

د ټولې ورځې په کچه، د بېلابېلو کمېټو له لوري ۳۲۱۸ تنه خپلو سيمو ته لېږدول شوي، ۵۷۲ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوي او د ټولو لارو په مجموع کې ۵۱۱ سمکارتونه ویشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button