قطر: د افغانستان-پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د قطر لومړي وزیر “شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني” ویلي، چې هېواد یې د افغانستان -پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو شخړو د حل لپاره هڅې کوي.

نوموړي دا څرګندونې د «دوحې فارمټ» ناسته کې خبریالانو ته کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان او فلسطین په څېر هېوادونه پراخ سیاسي مشارکت ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، قطر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو لومړي پړاو کوربه‌توب هم کړی، چې دواړو لوریو پکې د اوربند پر ټینګېدو هوکړه کړې وه.

خو نوموړي دا هم ویلي، چې د یادې هوکړې له اعلان وروسته پاکستاني ځواکونو دوه ځله د افغانستان خاوره په نښه کړې او د ملکي افغانانو ژوند ته یې زیان اړولی، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې لا پسې ژورې شوي دي.

قطري چارواکي وایي، هڅه کوي چې د خبرو دوام تامین شي او شخړې د تفاهم له لارې حل شي، نه د تاوتریخوالي له لارې.

مربوطه مطالب

Back to top button