ایران؛ تېرو دوه ورځو کې ۲۴ تنه اعدام شوي

(کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل
د بشري حقونو رسنیو راپور ورکړی، چې په ایران کې یوازې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۴ بندیان اعدام شوي دي.
راپور زیاتوي، چې یاد اعدامونه په بېلابېلو زندانونو کې ترسره شوي، خو د اعدام شویو کسانو د هویت او قضیو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
د بشري حقونو فعالان د ایران د عدلي او قضایي بنسټونو دا ډول اقدامات له نړیوالو اصولو سرغړونه بولي او وایي، چې دا ډول چټک او پراخ اعدامونه بېعدالتي نوره هم ژوره کوي.



