د یوناما سرپرسته: یوناما د افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د باور جوړونې لپاره کار کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجټ ګانیون ویلي، چې یوناما د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د نښلونکي پل رول لري او د نړيوالو سره د باور جوړونې لپاره هڅې کوو. نوموړې دا څرګندونې د دوحې د غونډې په څنډه کې په خپلو خبرو کې وکړې.
ګانیون ویلي، د یوناما هڅې پر دې متمرکزې دي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال نظام برخه شي او د نړیوالو تعهداتو رعایت ته ژمن پاتې شي په وینا يې د باور جوړولو او همغږۍ زیاتول د دې هڅو مهمه برخه ده.
نوموړې ټینګار کړی چې نړیوال تعامل د افغانستان د ثبات، اقتصادي احیا او ټولنیزو خدمتونو لپاره حیاتي دی، او یوناما هڅه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ د دوامدارو همکاریو زمینه برابره کړي.



