اسراییلي اشغالګرو د جنوبي لبنان پر ګڼو سیمو هوايي بريدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې ، اسرایيلي الوتکو د جنوبي لبنان په بېلابېلو سیمو کې تازه هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د لبنان رسمي خبري اژانس وايي، چې د وادي روميـن، جبل صافي او د نهر زفتا شاوخوا سیمې د څو پرلهپسې بمباریو هدف شوې دي. راپورونه ښيي چې دغه بریدونه د نباطیې او اقلیم التفاح په پراخو ساحو کې ترسره شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې د حزبالله اړوند “بنسټیزې پوځي زېربناوې” یې په نښه کړي، چې پکې د رضوان ځواک د روزنې یو کمپ، پوځي تأسیسات او د توغندیو د ویشتلو یو ځای شامل دي.
دا بریدونه په داسې وخت کې روان دي چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې لبنان او اسراییل د اوربند د څار ګډې پوځي کمېټې ته ملکي استازي ور وپېژندل؛ هغه ګام چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سولې د اجنډا یوه برخه بلل کېږي.
سره له دې چې په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تړون د اوږدې جګړې پای ته ورساوه، اسراییلو له هغه وروسته هم په جنوبي لبنان کې پرلهپسې بریدونه کړي دي.
د لبنان او ملګرو ملتونو ادارې تر اوسه زرګونه ځمکني او هوايي سرغړونې ثبت کړې دي، چې پکې بمبارۍ، وسله وال بريدونه، لنډمهال ځمکني تېري او د ودانیو تخریب شامل دي.



