اروپايي ټولنه او اغا خان بنسټ د کابل بالاحصار د بیارغونې ګډه پروژه پلې کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې د اغا خان بنسټ په همکارۍ به د کابل تاریخي بالاحصار بیارغونه ترسره شي.

د دې بنسټ په وینا، د بالاحصار د رغونې ترڅنګ به نږدې ۳۰۰ کسانو ته عملي روزنه هم ورکړل شي، څو د تاریخي ودانیو د ساتنې په برخه کې مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.

اروپايي ټولنه وايي، دا پروژه ښيي چې د کلتوري میراث ساتنه یوازې د تاریخي ځایونو د خوندي کولو لپاره نه ده، بلکې د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هم نېغ په نېغه ګټه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹ کال کې د اغا خان بنسټ سره د بالاحصار د دیوالونو او ودانیو د رغونې او هلته د لرغونپوهنې پارک د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button