ننګرهار کې ۴۶ غير معياري خصوصي روغتیایي مرکزونه وتړل شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو ادارې د څارنې ټیمونو په سرهرود، چپرهار، کامې او روداتو ولسوالیو کې د ۱۵۰ خصوصي روغتیایي مرکزونو د پلټنې پر مهال ۴۶ مرکزونه د حفظالصحې، مسلکیتوب، د درملو او خوړو د خوندیتوب او معیاري خدمتونو د نه رعایت له امله تړلي دي.
چارواکي وايي، دغو مرکزونو د خدماتو د کیفیت بنسټیز اصول نهوو پلي کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیبالله رحیمي وایي چې د پلټنو پر مهال ۱۸۰۰ کیلوګرامه تاریختېري او بېکیفیته درمل هم راټول شوي دي. د هغه په وینا، ټول ضبط شوي درمل به ډېر ژر د یو ګډ کمیسیون په حضور کې له منځه یوړل شي.
د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې د روغتیایي مرکزونو پر فعالیتونو به څارنه نوره هم پراخه شي، څو نا معیاري درمل او غیر مسلکي خدمات له ولسي خلکو سره د غلطو او زیانمنو درملنو مخه ونیسي.



