د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کارونه پيلېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمداسحق صاحبزاده د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف او د دغه هېواد له سفیر ګزیز اکباسوف سره په کابل کې ليدلي او دواړو لورو د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.
د ټولګټو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د تورغونډۍ – هرات او هرات – کندهار د اوسپنې پټلیو د عملي چارو د پیل او د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونو د نښلولو موضوعات هم مطرح شول.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرق حقشناس ویلي، د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ د پانګونې تفاهملیک د قزاقستان له خوا د ۵۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی و زياتوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه د چارچوبي هوکړهلیک پر سر خبرې کوي او د لاسلیک وروسته به يې عملي چارې پیل شي.
د حق شناس په خبره، پرېکړه وشوه چې د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ترانسپورټ او اوسپنې پټلۍ وزیرانو ناسته جوړه شي، څو د یادو پروژو د تطبیق څرنګوالی وڅېړل شي.



