د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۲۱ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پرون د هېواد له بېلابېلو پنځو سرحدي لارو څخه ټولټال ۵۲۱ کورنۍ او ۲۶۱۰ تنه افغان مهاجرین په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوي دي. د تورخم له لارې ۱۲۲ کورنۍ (۶۳۲ تنه)، د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ (۴۴۱ تنه)، د ورېښمو لار له لارې ۶۸ کورنۍ (۲۸۰ تنه)، د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ (۱۸۰ تنه) او د اسلامکلا له لارې ۲۷ کورنۍ (۱۰۱ تنه) ثبت او لېږد شوي دي.
د راستنېدونکو کورنیو لپاره بېلابېل خدمات هم برابر شوي دي. په تورخم کې ۱۴۳، په سپین بولدک ۲۴۶، او په ورېښمو لار ۸ سیمکارتونه ویشل شوي، د سپین بولدک په سیمه کې همداراز ۱۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي.
راپور کې راغلي چې د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له لوري یادو کورنیو ته د کرایې په توګه نږدې ۲،۸۳۶،۹۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.



