د افغانستان او ایران د لوړو زده کړو وزیرانو د علمي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وزیر مولوي نداء محمد ندیم د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي سفر کې د دغه هېواد د لوړو زده کړو له وزیر حسین سیمایي صراف سره کتلي او دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو علمي همکاریو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

ښاغلي ندیم د افغانستان او ایران پوهنتونونو ترمنځ د استادانو د تبادلې، علمي پراختیا، د نویو ماسټري او دوکتورا پروګرامونو جوړولو او په دیني او عصري زده کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

د ایران د لوړو زده کړو وزیر حسین سیمایي صراف د افغانستان او ایران د دیني او کلتوري ګډو ځانګړتیاوو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره هر ډول علمي همکاریو ته چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button