لطف الله خيرخوا
کله کله به ما سره پوښتنه وه چې پر نړۍ حاکم ايکي يو ډول سياسي نظام ولې مختلف نتایج ښيي؟؟ د غرب ديموکراسي داسې نه ده لکه د شرق. د غرب شاهي نظامونه داسې نه دي لکه د شرق. په تېرو سلو کلونو کې په اسلامي هېوادونو کې تر اوسه ۸۸ خونړۍ کودتاوې شوي. همدومره موده کې په غرب کې شپږ سپينې کودتاوې شوي…پای؛ هغه محوري توپير په څه کې دی چې د نړۍ يو ډول نظام ته يې مختلف نتايج ورکړي…؟؟
له دې مخکې به ممکن ما بل ډول فکر کاوه، مګر اوس مې پر دې قناعت کېږي چې اصل توپير د ټولنې او نظام دواړو د ثابت او متغير ارزښت کې دی. فرديت ته چې نېچه خدای مړ کړی، بيا ورته پوست مدرنزم دا خدمت کړی چې د ثوابتو په نوم اصطلاح يې ورته د ژوند له قاموسه ويستلې…!!
په فرديتي هېوادونو کې نه نظام ثوابت لري، نه يې وګړي..له همدې امله ورته د غرب اوسنيو مفکرينو د سيال مدرنزم نوم خوښ کړی..معنا مايع ثقافت..وګړی له خپلو ارزښتونو سره او نظام له خپلو ارزښتونو سره، په خپلو خپلو رغبتونو، ګټو او خوندونو کې ذوب کېدلی شي..
دا مفهوم د فرديت د کامل حريت د مفهوم يو ځانګړی امتداد دی چې فرديتي وګړی د خپل رغبت د پوره کولو لپاره هېځ بند او خنډ نه لري. ده ته هر څه کول ممکن دي. نه يې روان او وجدان راګرځولی شي او نه يې نظام..نور خو يې هسې هم خدای مړ دی، څوک به يې راوګرځوي..
په فرديتي ټولنو کې د وګړي د حريت او رغبت پوره کولو لپاره يوازې د قانون سترګې ړندول مهم دي. که د قانون سترګې نه ړندېدې بيا يې بديله لاره د قانون بدلول دي. په فرديتي هېوادونو کې چې کله هم قانون د هغه ځای د وګړو د حريت او رغبتونو داسې خنډ شي چې د شته قانون په سيوري کې يې د وګړو د رغبتونو مخنيوی کېږي، هلته بيا قوانين په لغته وهل شوي او وګړو ته لار پرانېستل شوې….!!
د دې خبرې وروستی او نوی مثال د المان حکومت د چرسو او بنګو د څښاک قانوني کېدل دي. په المان کې خلک د چرسو او بنګو له نشې نه را ګرځېدل. د المان قاچاقبرانو به په هر صورت خپلو بايپارانو ته چرس او بنګ رسول…
حکومت دا فکر ونه کړ چې د مخنيوي تدابير بايد وسنجول شي. نه يې دا فکر وکړ چې ولې خلک ورځ تر بلې چرسيان او بنګيان کېږي؟؟ بلکې په ښه مشوره يې قانون تغيير کړ او ممنوعيت يې پر مشروعيت بدل کړ…
موږ په ۱۴۴۴ کې د چارو ادارې په ځينو مجالسو کې د مخدره موادو د مخنيوي پر طرز العمل کار کاوه..په ټول طرز العمل کې د مخدره موادو د توليد کمول او د روږدي کېدو کمول ليکل شوي وو..ما پوښتنه وکړه چې بندول او ختمول ولې نه دی ليکل شوی چې کمول ليکل شوی؟
د مسلکي غړو ځواب دا و چې په ټوله نړۍ کې يې د بندولو تصور نه شته. ان د ملګرو ملتونو په ژبه کې يې د بندولو لفظ نه کارېږي. د دې لفظ د کارولو منطق څه دی؟؟ دوی وويل چې بندول يې ممکن نه دي. د اعتياد مخه په تمامه توګه نه بندېږي..
دا چې ولې دا کار ممکن نه دی، د دې يو ځانګړی دليل دی. هغه دا چې فرديتي وګړي که د رغبتونو په لحاظ په خپلو هېوادونو کې د فيصدۍ حد ته ورسېږي، بيا ورته قانون جوړېږي او دا ځکه چې وګړی خپلواک دی، ازاد دی او د خپلو رغبتونو په پوره کولو کې يې خنډ د منلو وړ نه دی…
په فرديتي ټولنو کې وګړي په قانوني ډول ځان وژلی شي. هغو نظامونو ورته د «مهربانه مرګ» په نوم قانون جوړ کړی. که څوک د ځان پر وژلو مصمم وي، نو د مشقت تېرولو اړتيا يې نه شته. د حکومت ځانګړې فورمه کې نوم ثبتوي او له طی مراحل وروسته يې د مرګ په خوب ويده کوي…!!
کوم نظامونه چې تر دومره بريده په ارزښتونو کې سيال(بې ثباته) وي چې وګړي ته د ځان د وژلو اجازه خو څه کوې چې مرسته ورسره کوي، هغو نظامونو کې د مخدره موادو بندول او کمول څه معنا؟؟؟ همدا لامل دی چې المان خپلو خلکو ته د بنګو بوټي کرل، د ځان لپاره د چرسو توليد او عامو ځايونو کې د چرسو پېر او پلور قانوني شول….
دلته موږ ته د خپل ثقافت يو ځانګړی اصل ډېر مهم دی. هغه د «ثواب او عذاب» تصور دی. قانون له جرم سره مخ کېږي. مګر کوم ځای کې چې د قانون پر سترګو پرده راغلې وي يا کوم انسان د قانون له منګولو د ځان د ژغورلو تدبير لري، هلته بيا د ثواب او عذاب تصور اغېز کوي…
ثواب او عذاب له ګناه سره مخ کېږي. د جرم او ګناه تصور پر همدې نقطه سره جلا کېږي..که انسان دا باور لري چې زه په هېڅ ځای کې يوازې نه يم. که بل هېڅ انسان نه وي، نو الله جل جلاله حاضر او ناظر دی…دا کار ګناه ده، د قيامت په ورځ به الله جل جلاله راسره د ښکاره او پټو ګناهونو حساب او کتاب کوي…
زموږ باور دا دی چې الله تعالی «حیٌ لا يَمُوتُ» دی. هغه «لا تأْخُذُهُ سِنَةٌ وَ لا نَوْمٌ» دی. هغه «أَقْرَبُ مِن حَبْلِ الوَرِيْد» دی. که په مسلمانانو کې د ګناه او عذاب تصور نه وی، نو بيا به دا نړۍ بل ډول وه. دا نړۍ دا ډول نه شوه پاتې کېدلی…
پر بل عبارت؛ د ثواب او عذاب تصور د انسان د وجداني ويښتيا او د مسئوليت د احساس محرک دی. دا خو مسلم قانون دی چې «د مسئوليت احساس، د مصئونيت ضامن دی». په ډېر يو واړه مثال کې يې که ووايو. امريکا د نړۍ تر ټولو بډای هېواد دی. افغانستان به د نړۍ تر ټولو فقير هېواد فرض کړو. کله مو فکر کړی چې د امريکا پر سرکونو، لارو، کوڅو او مارکېټونو کې دا بې کوره وګړي ولې تر ميلينونو دي؟؟؟
دا بې کوره او په کوڅو کې پراته انسانان په افغانستان کې څوک پيدا کولی شي؟؟ دا خلک د امريکا د يرغل پر مهال وو، ځکه چې د دوی د ژوند طريقه دا ده چې هر وګړی بايد ځان وپالي. خپل رغبتونه پوره کړي. خپله او خپله اراده عملي کړي، ځکه يې د «پُلِ سوخته» ننداره راته جوړه کړې وه…د ډکو ډکو او سترو سترو کورنيو انسانان يې بې څوکه کړي وو…پلارونه او ميندې خپلو اولادونو پسې کړېدل..ورونه په ورونو پسې خفه وو..ښځې مېړونو پسې ځورېدې…مېړونه ښځو پسې ځورېدل..په هغومره ډالرو کې دومره برخه نه وه چې دغه انسانان پورته کړي او علاج يې وکړي؟؟؟
دلته يوه بله خبره هم مهمه ده. موږ په تېرو بحثونو کې وويل چې په فرديتي نظامونو کې انسان د پېر او پلور د توکي په څېر دی. انسان د مهمې اقتصادي منبع په توګه منل شوی. بناءً؛ د امريکايي اشغال پر مهال پُل سوخته د موسسو د مرستو را جلبولو او خپلې بوديجې د ډېرولو ستر دليل و…
هغو موسسو چې دلته يې د اعتياد برخه کې کار کاوه او په زرګونه بهرنيان يې دلته مصروف کړي وو، د دې معتادينو د ژوند په بيه يې معاش اخيست. د دې معتادينو د کورنيو د درد او وير په بيه يې استهلاکي دفترونه، ادارې، څانګې، امکانات او افراد لرل…
دا د ژوند هغه موړ دی چې د دين، کورنۍ، ټولنې، قوم، مشرانو، خپلوانو، ملګرو، علماو، استادانو او … ارزښت د سړي سترګو ته عالمونه عالمونه شي…دا هغه موړ دی چې انسان ته د ده د عقل کچه…د ده د نفس و هوی وژونکې بڼه…د ده د پوهې رسايي…د ده د ذوق سالميت…د ده د شوق رجحان او د ژوند د لومړيتوبونو د انتخاب لوری ښيي…
دا د ژوند په پړاونو کې د عطف هغه نقطه ده چې د انسان زړه ته د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» اصل د انساني ژوند په اعماقو کې ښيي…انسان سره سوال پيدا شي…که انسان پر خدای باور نه کوي..دين نه لري…کور نه لري…داسې ملګری نه لري چې دی له کږو لارو را وګرځوي…نظام هم پر دې معتقد وي چې دی هر څه غواړي کولی يې شي…جنس بدلولی شي…ځان خرڅولی شي..ځان شيطان کولی شي…له جماداتو سره واده کولی شي…له همجنس سره واده کولی شي…له څارويو سره واده کولی شي…ځان سپی کولی شي…له ځانه کوم بل ژوی جوړولی شي…ان ځان هم وژلی شي…پوښتنه دا ده چې:
دا نظامونه اخر کوي څه؟؟؟
د نظامونو د قيام او حاکميت څه مقصد وي؟؟؟
د انسانانو د ژوند د وجودي اهدافو او مقاصدو په هکله يې څه وجايب دي؟؟؟
د سمېدو او کږېدو پر مهال به د خپل رعيت خير څه ډول لټوي؟؟؟
د دې ټولې لړۍ ريښه، د فرديتي وګړو «سيال مدرنزم» ته ور ګرځي چې د هويت، د ارزښت، د تاريخ، د ثقافت او فکر ثوابت نړول شوي..هېڅوک هلته ثوابت نه لري، بناءً، څه چې افراد غواړي حکومتونه ورسره همکار دي..د حکومت د خلکو تر منځه ثوابت نه شته..څه چې د دوی سياسي رغبتونه سړولی شي، هغه پوره کېږي…نو اختلاف پر څه…کودتا پر څه…؟؟؟
د وګړو او د نظامونو چې دغسې اړيکه وي..انسان ځان خرڅولی شي او ان ځان وژلی شي…نظام د وګړي په هېڅ رغبت کې نه خنډ کېږي…د دې وضعيت تحليل د انسان ذهن لږ لږ دې ته هم مايل کوي چې د انساني ټولنو د پرمختګ، سالميت، صحت او تر خپلې مقدرې نېټې تداوم ته «تدافع» مهم اصل دی. . .
دلته زه يوه بله خبره هم بيا په تکرار اضافه کول غواړم چې زموږ موخه قطعا دا نه ده چې د انسانانو تر منځ دې ټکر وي..د انسانانو تر منځ دې جګړه وي…د انسانانو تر منځ دې وژنې او ځورونې وي…بلکې هدف دا دی چې انسانيت بايد باقي وي…انساني ارزښتونه بايد باقي وي…انساني ځانګړتياوې بايد باقي وي…انساني رويې بايد باقي وي…انساني ذوقونه بايد باقي وي…بناءً؛ تدافع ته اړتيا ده…
د تدافع معنا د جګړې جوړول نه دي…هېڅ دوه انسانان بې له بحث او د فکر له تبادلې پرته نه شي سره اوسېدلی…خامخا به سره د خپلو افکارو د چاڼ بحث کوي…اصول دې وي…استدلال دې وي…معقوليت دې وي…زغم دې وي…د معرفتونو تبادله دې وي…په عينِ وخت کې اختلاف دې وي…د ثوابتو پالل دې وي…د متغيراتو منل دې وي….همدا تدافع ده….
د ارزښتونو او ثقافت سياليت دا معنا چې انسان دې د رغبتونو په تېزابو کې وغورځول شي چې د نړۍ هېڅ پرمختللی لابراتوار يې بيا د معنوي او مادي وجود د اجزاوو تشخيص ونه کړی شي…
نور بيا …


















