نيويارک؛ درې‌ اړخيزه غونډه کې د غزې د سولې د موافقې پر پلي کېدو خبرې شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸، لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سپينې ماڼۍ د یوې سرچینې د وينا پر بنسټ د متحده ايالاتو، اسراییلو او قطر استازو په نيويارک کې درې‌جانبه غونډه ترسره کړې ده.

دغه سرچينه د «اکسيوس» خبري اژانس ته ویلي، چې د ناستې اساسي تمرکز د غزې د سولې د موافقې پر عملي پلي کېدو و.

د اکسيوس راپور زياتوي چې په دې غونډه کې د سپينې ماڼۍ استازی ويټکوف کوربه و. د اسرېيل له لوري د موساد مشر ډېوېډ بارنئا ګډون کړی و او د قطر يو لوړپوړی چارواکی هم په ناسته کې حاضر و.

ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راپورونو له مخې له اوربند وروسته د صهيونيستي اشغالګرو له لوري په پرلپسې ډول له اوربنده سرغړونې شوي او لا هم روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button