د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراخېدو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په کابل کې کتلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او د ګډو همکاریو په پیاوړتیا خبرې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، چې یرکین توکوموف د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزې سوداګرۍ، سیمهییزو اړیکو او د اورګاډي د پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړ او د پولو د امنیت، د مخدره موادو پر ضد مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو دوام ډاډ ورکړی دی.
خلیفه سراجالدین حقاني د دواړو هېوادونو اړیکې مثبتې بللي او زياته کړې ده چې افغانستان د امنیت، سوداګرۍ او پرمختګ په لور روان دی او له قزاقستانه د لا زیاتې سیمهییزې همکارۍ تمه لري.



