عمران خان: پاکستان کې روانه نا امني د پوځ د غلطې پالیسۍ له امله ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په دغه هېواد کې د ناامنیو اصلي لامل د پوځ ناسمه پالیسي ده، چې د خلکو بېوسۍ او د دولت کمزورتیا ته یې زمینه برابره کړې ده.
خان دغه څرګندونې پر خپلې ایکس پاڼې کړې دي او خبرداری یې ورکړی، چې که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، نو دا پالیسۍ به د پاکستان د تجزیې لامل شي.
نوموړي د پوځ مشر جنرال عاصم منیر تورن کړی، چې د لوېدیځ د خوشحالۍ لپاره یې د هېواد له اصلي ګټو سترګې پټې کړې او له افغانستان سره یې اړیکې خرابې کړي دي.
عمران خان زیاته کړې، «که یو دولت د خپلو وګړو پر وړاندې ډرون بریدونه یا پوځي عملیات کوي، دا چاره به نه یوازې دا چې ترهګري کمه نه کړي، بلکې لا به یې زیاتوي.»
هغه همداراز پر افغان کډوالو د روانو فشارونو او زور زیاتي یادونه کړې او دا یې د پوځ د پالیسیو یوه برخه بللې ده.
د ده دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې اسلامي امارت هم د پاکستان دننه ځینې کړۍ د ناامنۍ او د سیمې د بېثباتۍ لامل بللي وې.



