د ملکي دفاع وياند: سخت باران به د بېځایه شویو کمپونه ډوب کړي؛ غزه د طبیعي ناورین له فاجعې سره مخ ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بصل خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ساعتونو کې به سخت باد د سختو بارانونو او سیلابونو لامل شي او د بېځایه شویو خیمې به یو ځل بیا له جدي فاجعې سره مخ کړي.
هغه وایي، په ټیټو سیمو کې جوړ شوي کمپونه د اوبو د زېرمه کولو وړتیا نه لري او د بشپړ ډوبېدو خطر سره مخ دي.
بصل زیاتوي چې د جګړې له پراخو زیانونو وروسته د غزې بنسټونه سخت زیانمن شوي او اوس د بارانونو، یخنۍ او سیلابونو له امله د خلکو ژوند لا ډېر له ګواښ سره مخ دی زياتوي کمزوري کمپونه او نړېدونکي ودانۍ د سقوط او مرګژوبلې له خطره ډکې دي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د خیمو پر ځای د فلزي توکو څخه جوړ شويو اطاقونو يا کوچنيو کورونو ته د داخلېدو لپاره بېړني اقدام وکړي، ځکه چې د مرستو د نه رسېدو په صورت کې غزه د طبیعي ناورین له یوې بلې لویې فاجعې سره مخ کېدای شي.



