حماس: د غزې اداره مسلکي ملي کمېټې ته سپارو؛ خو وسلې به راتلونکي مشروع دولت ته سپارل کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د مشرتابه شورا غړی “طاهر نونو” وايي، دغه غورځنګ چمتو دی، چې د غزې اداره یوې مسلکي او ټولګډونه ملي کمېټې ته وسپاري؛ خو ټینګار کويو چې وسله به د راتلونکي مشروع او ټولګډونه فلسطیني دولت ته وسپارل شي.
نوموړي دا څرګندونې د یوې مرکې پر مهال کړې او زیاته کړې یې ده، که صهیونیستي رژیم د اوربند پر ژمنو پابند پاتې شي، حماس اوږدمهاله اوربند ته چمتووالی لري.
نونو همداراز د حماس د جبري بېوسلې کولو پر هڅو نیوکه کړې او دا یې د فلسطیني مقاومت پر ضد یوه ناکامه توطئه بللې ده.
هغه ویلي، د فلسطین مسله یوازې د غزې نه، بلکې د ټول اشغال لاندې فلسطین د ازادۍ مسله ده او د مقاومت مشروع حق باید خوندي پاتې شي.



