زېلینسکي: لویدیځ له اوکراین سره خپلې ژمنې هېرې کړې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، داسې ښکاري چې لویدیځ هېوادونه له اوکراین سره خپلې پخوانۍ ژمنې ورو ورو له یاده باسي او هڅه کوي، چې نوې لارې ولټوي.
زېلینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د اوکراین پر جګړه د نړیوالو پام ورو ورو کم شوی او د ملاتړ کچه یې هم راټیټه شوې ده.
هغه ویلي، «له موږ سره ژمنې او خبرې یوازې پر کاغذ پاتې شوې دي او عملي اقدام نه ترسترګو کېږي.»
زېلینسکي د لویدیځ په اوسني چلند اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې که دا ډول وضعیت دوام وکړي، نو دا به د اوکراین پر دفاعي توان مستقیم منفي اغېز وکړي.



