پوتین: که اروپا له روسیې سره کړکېچ نه‌ غواړي، باید پر خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که اروپایي هېوادونه غواړي چې له روسیې سره له کړکېچ او شخړو ځان وساتي، نو اړتیا ده چې پر خپلو سیاستونو ژوره کتنه وکړي.

نوموړي ویلي، مسکو له کلونو راهیسې هڅه کوي له اروپا سره رغنده او مثبتې اړیکې ولري؛خو دا اروپایي هېوادونه دي، چې بیا بیا د روسیې سرې کرښې ماتوي او کړکېچ ته لمن وهي.

پوتین ټینګار کړی، چې اروپا باید خپلې اړېکې د نورو له فشار پرته تنظیم کړي او خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ غوره کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د غربي هېوادونو دوامداره دښمنانه رویه د لا ډېرو شخړو او بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button