رفح او خان یونس کې د یاغیانو پر ضد د مقاومت ځواکونو پراخ تصفیوي عملیات پیل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

فلسطیني سرچینې وايي، چې د حماس او اسلامي جهاد ځواکونو په رفح او خان یونس ښارونو کې د یاغي ډلو او مزدور ملېشو پر ضد پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه عملیات د هغو کسانو پر ضد دي، چې له صهیونیستي رژیم سره یې همکاري کړې، یا یې د داخلي ګډوډۍ هڅې کړي دي.

راپورونه وایي، عملیات له هغه وروسته چټک شوي، چې د یاسر ابو شباب تر وژل کېدو وروسته لسګونه یاغیان له وسلو سره مقاومت ځواکونو ته تسلیم شول.

د حماس چارواکو ویلي، دا عملیات به تر هغو دوام وکړي، څو د غزې جنوبي سیمې له خیانت‌کوونکو او ګډوډۍ جوړوونکو پاکې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button