کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصار الله اسلامي غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د ځینو عربي هېوادونو لخوا د صهیونیستي رژیم ملاتړ د اسلامي امت په وضعیت کې د ستر اخلاقي، انساني او شعوري سقوط څرګند انځور دی.
نوموړي زیاته کړې ده، چې دا چاره نه یوازې د امت د سیاسی دریځ انحطاط ښيي، بلکې د انساني ارزښتونو، اخلاقو او بصیرت د زوال نښه هم ده.
حوثي ټینګار کړی، چې د امت ژغورنه یوازې د ویښ ضمیر، آزاد دریځ او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ممکنه ده، نه د دښمنانو په پیروۍ او د ظالم په ملاتړ کولو.















