د افغانستان علماء: د اسلامي نظام او ملي حريم دفاع “فرض عین” ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان له زر څخه د ډېرو علماوو او مشایخو د کابل پوهنتون په یوه لویه غونډه کې د هېواد د حريم د نقض وروستیو پېښو په غبرګون کې پرېکړه لیک خپور کړی، چې پکې د اسلامي نظام، ملي ارزښتونو او خاورې دفاع “فرض عین” بلل شوې ده.

په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې چاته به اجازه ور نه کړل شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د پوځي فعالیتونو لپاره وکاروي، او که څوک دغه اصل مراعت نه کړي، اسلامي امارت حق لري چې لازم اقدام وکړي. علماوو ویلي چې د هېواد د امنیت او ملي حریم د ساتنې په اړه هېڅ ډول غفلت د منلو نه دی.

غونډه کې علماوو اسلامي امارت ته سپارښتنه کړې چې د رهبر د لارښوونو پر اساس دې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بهرنیو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.

هغوی ټینګار کړی چې د افغانستان دننيو او بهرنيو تهديداتو پر وړاندې یو موټی او منسجم دریځ د ملي ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button