د سوډان جګړه؛ د پوځ هوایي بریدونو کې ګڼ وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سوډان له پلازمېنې خارطوم او دارفور ایالت څخه راپورونه وایي، چې د سوډاني پوځ هوایي ځواکونو د چټک ملاتړ ملېشو پر سنګرونو بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” دولتي تلویزیون ته ویلي، چې دا بریدونه تېره شپه او نن سهار د خرطوم په څو برخو او د دارفور په جنوب کې ترسره شوي، چې پکې د چټک ملاتړ ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سوډاني پوځ ویاند ویلي، چې دغه عملیات د هغو سیمو د پاکولو لپاره ترسره شول، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او د ملکي وګړو لپاره خطر پېښوي.

د سوډان جګړه چې له نږدې درې کلونو راهیسې روانه ده، د زرګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې، بې‌کوره کېدو او بشري ناورین سبب شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button