کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې ۲۲۸ افغان مهاجرین، چې په پاکستان او عراق کې بندیان وو، له ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ناقانونه تګ او د اسنادو د نشتوالي له امله په یادو هېوادونو کې نیول شوي وو.
د کندهار او نیمروز د مهاجرینو ریاستونو د لېږد امریتونو په وینا، ۲۲۴ تنه د سپین بولدک له لارې راستنېدلي چې شاوخوا دوه میاشتې یې د پاکستان په بندخونو کې تېرې کړې وې. همداراز څلور تنه نور د نیمروز له لارې ورغلي چې درې میاشتې یې د عراق په بندخونو کې بند پاتې وو.
راستانه شوي مهاجرین د لېږد امریتونو لهخوا ثبت شول او د وزارت د همکارو بنسټونو لومړنۍ مرستې یې تر لاسه کړې. چارواکي وايي، د دغو کسانو د انتقال چارې بشپړې شوې او هغوی خپلو سیمو او کورنیو ته ولېږدول شول.















