د معیار ادارې له خوا ۷۴ ټنه بې‌کیفیته ګاډر بیرته صادرونکي هېواد ته ولېږدول شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د معیار او کیفیت ملي ادارې چارواکي وايي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۷۴ ټنه بې‌کیفیته ګاډر وروسته له دقیقې ارزونې بېرته صادرونکي هېواد ته وليږل شول.

يادې ادارې ويلي، چې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په ټولو بندرونو کې په جدي ډول روانه ده او د بې‌کیفیته موادو د ننوتلو مخنیوی یې مهم لومړیتوب دی.

د معیار او کیفیت ادارې ویاند قاري محمد یوسف غاوير له سوداګرو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د خوندیتوب لپاره دې یوازې باکیفیته توکي وارد کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button